د ښځو په پیل شوي شل اوریز نړیوال جام کې لومړۍ لوبه د سریلانکا او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شوه چې د ۸ وېکټو په توپير نیوزیلنډ وګټله.
په دې سیالۍ کې سریلانکا لومړۍ توپوهنه کړې وه چې په شلو اورونو کې یې د ۱۱۶ منډو هدف ټاکلی و، نیوزیلنډ یاد هدف په اتلسم اور کې د دوه لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.
دغه راز د یادې ورځې په دوهمې سیالۍ کې بیا سویلي افریقا د ۷ وېکټو په توپیر بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
بنګلهدېشۍ لوبډلې د ۱۰۷ منډو هدف ټاکلی و او سویلی افریقا په اتلسم اور کې د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو پوره کړ.
ټاکل شوې چې نن به د ښځو په نړیوال جام کې دوه نورې سیالۍ ترسره شي چې لومړۍ لوبه به د انګلستان او سکاټلنډ ترمنځ او دوهمه لوبه به د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ وي.