افغانستانخبرونه

د شانګهای همکاریو په سازمان کې د طالبانو ته د ګډون بلنه نده ورکړل شوې

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان په کیدونکې غونډه کې د طالبانو حکومت ته بلنه نده ورکړل شوې.

د رسنیو د راپورنو له مخې دغه غونډه چې دوه ورځې ورسته د اکټوبر په پنځلسمه ترسره کیږي سکرتریت یې د طالبانو د ګډون خبر ندی ورکړی.

په راپورونو کې وړاندې راغلي چې چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې، وروسته له هغه چې طالبان بیا په کابل حاکم شو،‌ ځنډول شوی دی.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال د شانګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي غړي په توګه منل شوی وو.

د طالبانو د ادارې پرخلاف د منګولیا حکومت د څارونکي هیواد په توګه دغې غونډې ته بلل شوی دی.