
کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مالیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، نړۍوال بانک په افغانستان کې د رغنیزو او لوجیستیکي شرکتونو شاوخوا ۵۰ میلیون ډالره پوروړی دی چې نن (دوشنبه) یې د پرې کولو لړۍ پیلوي.
اعلامیه کاږي چې نړۍوال بانک به نن په مستقیم ډول ځينو شرکتونو ته ۱۰.۸ میلیون ډالر ورکړي او پاتې پور به د مالیې وزارت له لارې په درېیو پړاونو کې پرې کړي.
د مالیې وزارت اعلامیې په کابل کې د نړۍوال بانک د دفتر پرانیستل کېدو خبره هم کړې ده.