د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې یې د سلو زرو ماشومانو چې په«سختۍ خوارځواکۍ» اخته وو، درملنه کړې ده.
دغه سازمان پر اېکس ویلي، چې په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ د ناروغانو درملنه د اسیا او ارام اقيانوسيې لپاره د اروپايي ټولنې د مرستو د څانګې په همکارۍ ترسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې دغه سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالونو کم دي له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د مخکیني راپور له مخې، ۸۵۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي په «سختۍ خوارځواکۍ» اخته دي.
دغه سازمان زیاتوي چې په هېواد کې د خوراکي توکو ناامني د یوه «ناورین» په توګه د زياتېدو په حال کې ده.