خبرونهنړۍ

اسلام‌اباد کې د شانګهای سازمان غونډه؛ د چین لومړی وزیر پاکستان ته سفر ځي

د چين لومړی وزیر لي کیانګ د خپل پاکستاني سيال شهباز شريف په رسمي بلنه د يوه پلاوي په مشرۍ اسلام‌اباد ته سفر کوي او هلته به د شانګهای په غونډه کې د ګډون ترڅنګ له پاکستاني چارواکو د سېمې او نړۍ په تحولاتو هم خبرې وکړي.

دا موضوع د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یک‌شنبه د اکټوبر پر ۱۳مه اعلان کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دا درې ورځنی سفر به د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۴مه پېل شي.

دواړه لوري به د سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په هکله وغږېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د چین لومړی وزیر به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان له پارلماني او پوځي مشرانو سره لیده کاته وکړي.»

د معلوماتو پر بنسټ، دا لوړپوړی چینايي چارواکی په اسلام‌اباد کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې هم ګډون کوي.

د یادونې ده چې چین په پاکستان کې د کانونو په برخه کې په میلیاردونو ډالره پانګونه کړې ده.