د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې د اسرائیلو په پوځي مرکزونو د هوايي بریدونو ګواښ کړی او له ملکي وګړو یې غوښتي چې تږنظامي مرکزونو ته نږدې مه ورهځئ.
. د لبنان حزب الله په داسې حال کې چې د تېرې شنبې په ورځ یې په بنیامینا کې د ګولاني لوا په روزنیزو مرکزونو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی، اسراییلي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې تر بل برید پورې دې د اسراییلو په شمالي سیمو کې پوځي اډو ته نږدې پاتې نه شي.
د یروشلم پوسټ په وینا، د شنبې په ماښام د حیفا په بنیامینه سیمه کې د حزب الله بې پیلوټه الوتکې برید 67 تنه ټپیان کړل، او د څلورو تنو حالت نازک دی.
د یروشلم پوسټ د راپور له مخې، درې بې پیلوټه الوتکې له لبنان څخه د اسراییلو په لور وتوغول شوې، خو یوه یې د الارم پیل کولو پرته د مرکزي اسراییل په بنیامینه سیمه کې وویشتله.