د ايران د پوليسو سر قوماندان احمد رضا رادان وايي، له دغه هېواد څخه د ۲ ميليونه افغان کډوالو د ويستلو په برخه کې جدي يو، او ټول غیر قانون کډوال به د روان کال تر پایه له دغه هېواده وویستل شي.
ایراني رسنۍ وايي، نوموړي دا څرګندونې پرون د یکشنبې په ورځ په مشهد ښار کې له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي وويل، د ایران د اسلامي جمهوریت د قانون پلي کولو قوماندانۍ کې ۲۵زره سرتيري موجود دي چې د غیر قانوني کډوالو د ویستلو برخه کې به همکاري وکړي.