خبرونهنړۍ

د هند سفیر او ديپلوماتان له کاناډا ووتل

په کاناډا کې د یو سیک تر وژل کېدو وروسته د هند او کاناډا اړیکې خرابې شوي او هند له دغه هېواده خپل سفیر او نور ديپلوماتان ورغوښتي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې له کاناډا څخه یې خپل سفیر او ديپلوماتان بېرته وربللي دي.

تر دغه اقدام څو ساعته مخکې نوي ډهلي د کاناډا حکومت هغه اطلاعیه رد کړې وه چې ګنې د هند سفیر د کاناډا په اوتاوا کې د یو سیک فعال د وژلو په قضیې کې تر شک لاندې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې په نوي ډهلی کې یې د کاناډا سفیر احضار کړی او ورته یې ویلي‌ چې په کاناډا کې د هند د عالي کمېشنر یا سفیر، دیپلوماتانو او یا هم نورو هندي مقاماتو بې ځایه هدف ګرځول په هېڅ د منلو نه دي.

د کاناډا لومړي وزیر جستین تروډو د تېرکال په سپتمبر کې ویلي وو چې باور وړ ادعاوې دي چې د هند حکومت په کاناډا کې د فعال سیک هردیپ سینګ نیجار له وژلو سره ارتباط لري. هند دا ادعاوې بې اساسه بللې او رد کړې دي.

نیجار، تېرکال د جون په ۱۸مه کاناډا د ونکوور په ښار کې، چې ډېر سیکان په کې اوسېږي، ووژل شو. هند هغه تر تعقیب لاندې ترهګر باله.

هندي مقامات وايي چې نیجار د سیک بیلتون غوښتونکو په غورځنګ کې رول درلوده، دا غورځنګ په ۱۹۸۰ کال کې هند ولړزوه