افغانستانخبرونه

قرغزستان په پامیر کې قرغز افغانانو سره صحي مرستې کړي

قرغزستان هیواد د افغانستان په بدخشان ولایت کې له قرغز افغانانو سره د صحت په برخه کې مرستې کړي دي.

د راپورونو له مخې د قرغزستان ولسمشر سدیر جپاروف د بدخشان په پامیر کې د زړه، غاښونو او د نسایي ولادي له څانګو سره طبي وسایل مرسته شوي او ۷۵۵ کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، روغتیایي مرستې ترلاسه کړي دي.

پامیر د افغانستان یو له هغه لرې پروتو سیمو ده چې د لرېوالي او واورو له امله اکثر وخت ورته بشري او صحي مرستې په ځنډ رسیږي.