د پوځي او سیاسي چارو شنونکی جاويد کوهستاني چې شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو نادرکه کړی و، نن د اکتوبر پر ۱۵مه د هغوی له زندانه راخوشې شو.
نوموړی چې جهادي سابقه لري او د جنرالۍ له امتيازې رتبې برخمن هم و، د جمهوري نظام په وخت په رسنيو کې د پوځي او امنيتي چارو کارپوه په توګه راڅرګندېده.
جاويد کوهستاني د پاکستاني استخباراتو او طالبانو د ژورو اړيکو په اړه پوهېده او له ډيورنډ پورې غاړې د طالبانو د روزنې مرکزونو او روزنځايونو په اړه يې معلومات لرل.
که څه هم ده به په بحثونو کې د طالبانو د ځواک او د جګړهييزو مسايلو په اړه خپل تحليل وړاندې کاوه، خو د جمهوري نظام له سقوط وروسته يې رسنيو ته تلل کم کړي وو او دا مهال د زړه له ناروغۍ کړېده.
جاويد کوهستاني دا مهال په کابل کې له خپلې کورنۍ سره يوځای اوسېده چې نږدې ۲۰ ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو ځواکونو د خيرخانې کوتل له سيمې له ځانه سره پورته کړی و، خو کورنۍ ته يې ورته څه نه وو ويلي.
د ده له ورکېدا څو ورځې وروسته پته ولګېده چې نوموړی طالبانو نيولی او په کوم نامعلوم زندان کې بندي دی. د کوهستاني له نيولو سره هممهاله د بشري حقونو او بیان د ازادۍ فعالانو په ملي او نړيواله کچه د ده د خلاصون غږ وکړ او دا کار يې د طالبانو د جبر او استبداد دوام وباله.
دا چې نوموړی ولې ونیول شو او ولې بيرته پرېښودل شو، پخپله کوهستاني او د کورنۍ له خوا يې په دې اړه څه نه دي ويل شوي، خو طالبان معمولاً منتقدين او سياسي فعالان نیسي او له شکنجو وروسته يې د تضمين په اخيستو بیرته خوشې کوي.