د ازادۍ جبهې په نامه د طالبانو وسلې مخالفې ډلې ویلي چې په کندو کې یې شپږو طالبانو ته مرګ ژوبه اړولې.
یادې جبهې په خبر پاڼه کې چې له رسنیو سره شریکه شوې راغلي چې جنګیالیو یې د کندوز ولایت د ودانې په دروازه کې چاودنه کړې چې پکې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تر دې وړاندې په کندوز کې ځایو خلکو رسنیو ته چاودنه تاید کړې وه.
طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.