خبرونهنړۍ

امریکایي چارواکي: اسرایلو امریکا ته ډاډ ورکړی چې د ایران اټومي بټۍ به نه په نښه کوي

امریکایي چارواکو ویلي چې د جوبایډن حکومت ډاډ ترسره کړی چې اسرایلي ځواکونه به د ایران په اټومي تاسیساتو برید نه کوي.

درسنیو راپورونه خپاره کړي چې دوه امریکایي لوړپوړو چارواکو چې نومونه یې ندي ښکاره شوي تاید کړې چې د متحده ایالاتو حکومت له اسرایلو ډاډ تر لاسه کړی چې د ایران اټومي بټۍ او د تیل څاګانې به نه په نښه کوي.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې، د ولسمشر جو بایډن په امر، د اسراییل د هوایي دفاع د پیاوړتیا لپاره به په‌‌ دې هېواد کې د “تاد” بالستیک توغندیو ضد سیستم ځای پر ځای کړي.