پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په بونير سيمه کې د پاکستاني پولیسو په موټر چاودنه شوې چې څلور پوليس په کې ټپيان شوي دي.
د رپوټونو له مخې، په ټپيانو کې يو ځايي پوليس افسر هم شامل دی.
امنیتي چارواکو ویلي، چاودنه نن سهار هغه مهال شوې چې د امبېلې سيمې پولیس يوې لرې پرتې سیمې ته روان وو.
د پاکستان ټریبيون ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي چې چاودنه د ریموټ کنټرول ماین په وسيله رامنځته شوې ده.
تر دې دمه د یادې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.