افغانستانخبرونه

قمي: ایران کې د لسګونه ناقانونه کډوالو د وژلو راپورونه حقیقت نه‌لري

په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازی وایي، د هغه پلټنې ښیی چې د سراوان په سرحد کې د لسګونه ناقانونه کسانو د وژلو په تړاو راپورونه حقیقت نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بشري حقونو سازمان «حال‌وش» ویلي، د ایران سرحدي ځواکونو د سراوان په کلګان سرحدي سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړي چې غوښتیل یې ایران ته ولاړ شي. سرچینې د دوو عیني شاهدانو په حواله ویلي چې د وژل شوو شمېر ۲۶۰ تنه دی.

په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي اسستازي حسن کاظمي قمي په دې اړه ویلي، د هغه مستقیمو پلټنو مشخصه کړې چې، د سراوان په سرحد کې، د لسګونه ناقانونه کسانو د وژلو په تړاو راپورونه حقیقت نه‌لري.

قمي د ناقانونه کسانو د ورتګ د مخنیوي لپاره قانوني چلند د هېوادونو مشروع حق بللی او زیاته کړې یې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په ټولو سرحدونو کې د ناقانونه پناه‌غوښتونکو ستنېدو او د هغوی له ناقانونه ورتګ سره قانوني چلند ته ژمن دی؛ خو په دې برخه کې په بشپړه توګه قانوني، مسوولانه او د ښه ګاونډیتوب پخواني سیاست، اسلامي شفقت او نړۍوالو معاهدو ته پر ژمنتیا عمل کوي.