افغانستانخبرونهځانګړي برخهسیمه
منظور پښتين د اکټوبر په ۲۰مه ټولو پښتو سيمو کې د ولسي پاڅون د پيل اعلان وکړ
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د کوزې پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا په ټولو پښتنو غږ کړی چې د اکټوبر په ۲۰مه دې په خپلو سيمو کې د ولسي پاڅون په نوم احتجاجونه پيل کړي.
نوموړي په يو ويډيو پيغام کې چې پرون يې خپور کړی ويلي چې دا د پښتنو د قومي عدالت د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لومړی اقدام دی.
هغه زیاته کړه: «د اکټوبر په ۲۰مه به ټول پښتون وطن په يو ځای باندې راپاڅي، د راتلونکي اتوار (یکشنبې ورځ) لپاره ته دې په همدې څو ورځو کې تیاري وشي. چې د دوی په ضلع (ولسوالۍ) کې ولسي پاڅون دی، دا د ټول ملت ولسي پاڅون دی.»
دا د پښتنو د قومي عدالت تر لویې جرګې وروسته د منظور پښتين لومړنۍ رسمي څرګندونې دي چې د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې یې کوي.