وروسته له هغې چې د اسرائیلي ځواکونو په برید کې د حماس غورځنګ د مشر یحیی سینوار د وژل کېدو راپورونه خپاره شول، رپوټونه وايي چې اوسمهال د جګړې رهبري د سینوار ورور، محمد سینوار په غاړه اخېستې ده.
په ۱۹۸۹ کال کې هغه مهال چې یحیی سینوار د اسرائیلو له لورې ونیول شو، محمد سینوار ۱۴ کلن و. خو په ۲۰۰۶ کال کې د محمد سینوار په مشرۍ حماس وسله وال وتوانېدل چې د یو اسرائیلي پوځي په برمته کولو سره خپل ورور او نور فلسطینیان د اسرائیلو اه بند ازاد کړي.
یوې اسرائیلي رسنۍ راپور ورکړی چې د یحیی سینوار او د حماس د نورو مشرانو تر وژل کېدو وروسته اوس د دغې ډلې د دویم لوړ رتبه کس په توګه د حماس مشري محمد سینوار ته پاتې شوې ده.