په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر د ایران په سیستان او بلوچستان کې پر افغان کډوالو د ډزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
یوناما په دې اړه راپورونه اندېښمنوونکي بللي او او د دې پېښې په اړه یې د بشپړو او رڼو تحقیقاتو غوښتنه کړې.
دې دفتر ویلي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي دي.
د وروستیو دوو ورځو پر مهال راپورونه ورکول کېږي چې ایراني پوله ساتو د سیستان او بلوچستان ایالت پر پوله پر هغو لسګونو افغان کډوالو ډزې کړې دي چې دې هیواد ته قاچاقي تلل.
د دې پېښې د تلفاتو دقیق جزییات او معلومات نشته، خو ایراني چارواکو د افغان وګړو مړینه رد کړې.
طالبان وایي چې د ایران او پاکستان تر منځ د افغان وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو د پلټنې کولو لپاره یې پلاوی ګومارلی دی.
د طالبانو د ویاند دفتر ویلي چې د دې ډلی پلاوي پرون شپه او نن په مسلسله توګه کار کړی او هڅه کوي چې ژر تر ژره موضوع روښانه کړي.