خبرونهنړۍ

پنجاب کې ټول پوهنتونونه او ښوونځي د دوو ورځو لپاره رخصت شول

د پاکستان د لوېدیځ پنجاب ایالت چارواکو پرون ټول ښوونځي او پوهنتونونه د دوو ورځو په مخه وتړل، څو په یوه ښوونځي کې دننه د جنسي تېري د راپورونو په غبرګون کې د محصلانو د مظاهرو مخه ونیسي.

په‌‌دې ایالت کې چې خورا زیات نفوس لري، د ښوونځیو بندېدل به ۱۸ میلیون زده‌کوونکي اغېزمن کړي.

پر ټولنیزو رسنیو د پنجاب ګروپ په یوه خصوصي ښوونځي کې دننه د احتمالي جنستي تېري د راپورونو له خپرېدو وروسته د لاهور ښار په ښوونځیو کې کړکېچ زور واخیست او وروسته په څلور ښارونو کې مظاهرې پیل شوې.

په‌‌دې ترڅ کې د پنجاب په ګجرات ښار کې د پولیسو او مظاهره‌چیانو ترمنځ په نښتو کې یو امنیتي ګارډ ووژل شو.

پولیسو د دې قتل په تور یوتن نیولی دی.

د پاکستان حکومت او پولیسو په ښوونځي کې د جنسي تېري اړوند راپورونه رد کړي او وايي چې دا پېښه نه‌ده شوې. چارواکي هڅه کوي چې د ژورنالېستانو په ګډون هغه دېرش کسان چې د دوی په وینا پر ټولنیزو شبکو د ناسمو خبرونو په خپرولو سره د ناامنیو اور ته لمن وهي ونیسي، خو زده‌کوونکو ویلي چې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي