افغانستانخبرونه

د متحده جبهې مشر سمیع سادات د امریکا استازو جرګې له غړي سره لیدلي دي

سمیع سادات چې د متحده جبهې مشر دی د متحده ایالاتو د استازو جرګې له غړي سره له افغانستان د پېښېدونکې ګواښ په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان متحده جبهې په یو خبره پاڼه کې چې له رسنیو سره شریکه شوې راغلي، له دغه خوځښت څخه ملاتړ په افغانستان کې د ترهګرۍ د ځالو په لمنځه وړلو کې اړین دی.

جو وېلسون د امریکا په استازو جرګه کې د منځني ختیځ، د افریقا د شمالي برخو او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د فرعي کمېټې مشر دی.

د طالبانو ضد دغه جبهه وایي، په افغانستان کې ترهګري د سیمې هېوادونه ګواښي او دغه خطرونه په منځني ختیځ او په ټوله افریقا کې د امریکا ډیپلوماټیکو، سوداګریزو او پوځي ګټو ته هم رسېدلای شي.

په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي، له جو وېلسون سره په دې هوکړه وشوه چې په افغانستان کې ترهګریز خوځښتونه د القاعدې او طالبانو له لوري سمبالېږي او د دې اړتیا ده، چې د افغانانو او نورو همکارانو ګډ « څو ملتيز» غبرګون په ډاګه شي.