افغانستانخبرونه

طالبان وایي چې د امو دریا نفتي حوزه کې د تیلو ۲۵ نورې څاګانې فعالوي

د طالبانو حکومت وایي چې د امو دریا نفتي حوزه کې د تیلو پنځه ویشت نورې څاګانې فعالوي او ترڅنګ یې پخوانۍ څاګانې بیا روغوي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په يو ويديو راپور کې ويلي، چې د کانونو او پټروليم وزارت سږ کال پلان لري، چې د امو دریا نفتي حوزه کې ۱۸ نوی څاګان وکيندي، او همدا ډول د ۲ څاګانو اکتشافي چارې پيل او ۵ مخکني هغه ترميم کړي.

د دوی د معلوماتو له مخي، د تيلو د دې څاګانو په فعالولو سره به د امو دریا نفتي حوزې ورځني استخراج کچه له دوو څخه تر درېيو زرو ټنو پوري ورسيږی.

په دغه ویډيو پيغام کې واړندې وایي: « استخراج شوي نفت په هیواد کی دننه پروسیس او د ورځني بازار د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي.»

دوی وایي چې د انرژۍ سکتور پیاوړتیا یې لومړیتوبونه دي چې د هیواد اقتصاد ورسره وده وکړي.

په راپور کې ویل شوي، چې اوس مهال د امو دريا په نفتي حوزه کې د تيلو ۲۴ څاګانې فعالې دي، چې په ورځني ډول یو زر ۳ سوه ۵۰ ټنه نفت استخراجيږي.