جرمني ویلي چې هغه کس یې زنداني کړی چې په برلین کې د اسرایلو په د سفارت د برید په پلان کې تورن دی.
یاد کس د اسلامي دولت ډلې داعش سره په تړاو تورن دی.
د جرمني فدرال څارنوالانو رسنیو ته ویلي چې دغه لیبیایي وګړی عمر نومیده او پلان یې درلود په پلازمینه برلین کې د اسرایلو په سفارت د ټوپک په وسیله د لوړې کچې برید ترسره کړي.
رسنیو ددغه کس په اړه په راپورنو کې ویلي چې عمر د جرمني د هغه ځواکونو لخوا نیولی چې په درنو وسلو سمبال دي.
د راپورون وله مخې نیول شوی کس ۲۰۲۲ کې جرمني ته دننه شوی چې هلته یې د پنا اخیستنې دوسیه هم رد شوې ده.