د امربالمعروف وزیر ننګرهار او لغمان کې د غونډو پر مهال د تصوير اخېستو اجازه نه ده ورکړې

کابل ټيلیګراف – ۲۹ تله ۱۴۰۳ لمریز کال
تازه ګل اميني
راپورونه وايي چې د طالبانو د امربالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د غونډو پرمهال د تصوير اخېستو ته اجازه نه ده ورکړې او نه يې غونډو ته هغه خبریالان ورپریښي چې له تلویزيوني رسنيو سره کار کوي.
نوموړي پرون د ننګرهار له خلکو سره غونډه درلوده او نن يې په لغمان کې له خلکو سره کتلي دي.
د دواړو ولايتونو د مطبوعاتو رياستونو د دغو غونډو راپور خپور کړی خو د غونډې د انځورونو پرځای يې د ولايت مقام د ودانيو انځورونه خپاره کړي دي.
په دغو ولايتونو کې د تلویزيوني رسنيو خبریالانو هم کابل ټليګراف ته تایيد کړې چې دوی ته اجازه نه ده ورکړل شوې.
تر دې وړاندې څو ورځې وړاندې طالبانو په غزني، میدان وردک او تخار ولايتونو کې هم د غونډو پرمهال او د نورو خبرونو لپاره د ويډيو او عکس اخېستو باندې بنديز لګولی دی.