افغانستانخبرونه

سعودي عربستان په جبري توګه له غزې د فلسطینیانو له ایستلو سره مخالفت وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د دولت وزیر عادل الجبیر په بغداد کې د عرب لیګ په سرمشریزه کې ویلي، چې سعودي عربستان په غزه کې د اوربند غوښتونکي دی او په جبري توګه له دې تړانګې د فلسطینانو د بېځایه کولو د هر ډول هڅو مخالفت کوي.

الجبیر د فلسطیني وګړو د خراب بشري وضعیت د ښه‌ کولو او کړاوونو کمولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی او  په غزه کې  یې د اسرائیلو روان وحشت او جرمونه د ملګرو ملتونو له منشور او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې تازه ان‌ بي‌ سي نیوز شبکې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یوه طرحه کار کوي، څو له غزې تړانګې څخه یو میلیون فلسطینیان په دایمي توګه لیبیا ته ولېږدوي.