د طالبانو کابینې د مالیې وزارت د دویمې ربعې غیرمالیاتي عوایدو راپور تایید کړی او ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې دغه راپور په پام کې ونیسي.
د طالبانو چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د کابینې نهمه غونډه د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
سرچینې لیکلي چې په دغه غونډه کې، د مالیې وزارت د دویمې ربعې د غيرمالياتي عوایدو راپور تایید شو او ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د پراختيايي بودجې د لګښت په اړه په دغه راپور کې یاد شوي وړاندیزونه په نظر کې ونیسي.
یادې ادارې لیکلی، په دې غونډه کې د يو شمېر نورو موضوعاتو او مسايلو په اړه هم بحث وشو او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.