افغانستانخبرونه

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو را وتلو اټکل شوی دی

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو له احتماله خبر ورکړی دی.

د دې خبرپاڼې لمخې، د لړم میاشتې له لومړۍ تر درېیمې په “پنج آمو او کابل” حوزو کې د نسبتاً شدید ورښت او د ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی.

 اخوا د بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشیر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل او لوګر په سیندونو کې د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې ده.