افغانستانخبرونه

مولوي کبیر په افغانستان کې د یوناما مشرې سره لیدلي

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
‏په دغه ناسته روزا اوتنبایوا ویلي، له افغانستان څخه بهر یې د خپل وروستي سفر په لړ کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د مرستو راجلبولو په هکله خبرې کړي چې یوناما د راتلونکي ژمي د اړتیا وړ مرستو یوه برخه ترلاسه کړې ده.

اوتنبایوا د افغانستان د کرنیزو صادراتو پر وړاندې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د پولو تړل د افغان بزګرانو پر زیان وبلل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت دې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي، یوناما هم ددغو ستونزو د حل هڅې کوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، د هغې نوې ټاکل شوې مرستیالې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، دوی په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي.

مولوي کبیر زیاته کړه، له نشه یې توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون طرزالعمل کارونه به ژر بشپړ شي او زیاتوي چې دوی د اسلامي اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي، که چیرې له کوم لوري سره اندېښنه وي دوی یې په اړه وضاحت ورکولی شي.

هغه زیاته کړه، په نږدې ورځو کې به د یوناما په ګډون په کابل کې له بهرنیو سفارتونو سره، له نشه یې توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون ګډه غونډه جوړه او پر یو شمېر اړینو موضوعګانو خبرې وشي.