خبرونهنړۍ

عراق کې د عملیاتو پرمهال د داعش ۹ قوماندانان وژل شوي

راپورنه وايي، عراقي او امریکايي ځواکونو د داعش وسله والو پر ضد ګډ عمليات کړي چې پايه کې يې د دغې ډلې ۹ لوړپوړي جنګيالي وژلي دي. په دغو عملیاتو کې د دوو امریکايي عسکرو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

په عراق کې د ګډو ځواکونو د قوماندانۍ په يو بیان کې راغلي چې په وژل شويو کسانو کې د عراق لپاره د اسلامي دولت/داعش ډلې نومول شوی والي (جاسم المزروي ابو عبدالقادر) هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شمالي حمرین په غرونو کې برید د امریکا په مشرۍ د جهادي ضد ایتلاف له لوري د تخنیکي ملاتړ او استخباراتي معلوماتو په مرسته ترسره شوی او ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې په زیاته اندازه وسلې نیول شوي.

داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او ګاونډي سوریې لویې برخې نیولې وی او خپل (خلافت) یې اعلان کړې و.

دغې ډلې په ۲۰۱۷م کې په عراق کې د سیمه يیزو ځواکونو چې د نړیوال پوځي ایتلاف لخوا یې ملاتړ کیږي ماتې وخوړه، او په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې د امریکا تر ملاتړ لاندې کرد ځواکونو وروستۍ سیمه هم ترې ونیوله.

خو د دغې ډلې پاتې شونې په عراق کې فعالې پاتې دي او وخت په وخت بریدونو ته دوام ورکوي.