د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې اداره وايي، د طالبانو د حکومت د لاسوهنې له امله د بشري مرستو ۸۳ پروژې په موقت ډول ځنډول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا پرون سې شنبه په یو راپور کې ویلي چې د روان کال د سپټمبر په میاشت کې یې د طالبانو د حکومت د مستقیمو لاسوهنو له امله خپلې ۸۳ پروژې ځنډولي دي.
په راپور کې راغلي چې دغه پروژې یې د طالبانو د حکومت د ۹۸ سلنې لاسوهنو له امله ځنډولي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله یې په چارو کې دغه لاسوهنې ۶۶ سلنه زیاتې شوي دي.
دا اداره وایي، په دې موده کې یې په ټول افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري مرستو له کارکوونکو سره د تاوتریخوالي، د دوی د نیولو، د مرستو د ضبطولو، په لارو کې د بشري مرستو او توکو د استولو پر وړاندې د خنډ جوړولو، د دوی کارکوونکو د محرمو معلوماتو د غوښتولو، د ښځینه کارکوونکو کار محدودولو، د اسنادو په لاسلیک کې ځنډ، د ناقانونه مالیاتو غوښتنې او آن د کارکوونکو په ګمارلو کې د طالبانو د حکومت د لاسوهنې پېښې ثبت کړي دي.
اوچا وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت کارکوونکي د بشري مرستو په وېش کې هم لاسوهنې کوي.
اوچا وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت کارکوونکي د بشري مرستو په وېش کې هم لاسوهنې کوي.