د هېواد په لوېدیځ ولايت هرات کې لږ تر لږه د ۹ روغتیايي مرکزونو کارکوونکو له سه شنبې ورځې راهیسې د معاشونو د نه ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی دی.
په دغو مرکزونو کې د غوريان ولسوالۍ روغتون، د مسلخ روغتيايي مرکز، د شينډنډ ولسوالۍ روغتون، ګذره روغتون، د رواشان روغتيايي مرکز، د سنګ کوتل روغتيايي مرکز، د تورغونډۍ روغتيايي مرکز، د هفت ګله روغتيايي مرکز او د کرخ کلينيک شامل دي.
په هرات کې باخبره سرچینې آمو ته ویلي چې یو شمېر دولتي کلینیکونه هم په دغه اعتصاب کې شامل دي.
د اعتثاب کوونکو په وينا، د روغتيا د ادارې او پراختيا انستيتيوت يا «او پي اېچ اېم» چې د هرات په کلينيکونو کې د ټولو روغتيايي کارکوونکو معاشونه ورکوي، له څلورو مياشتو راهيسې د دغو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.
دغه سرچینې وايي چې د طالبانو د اضافي غوښتنې له امله د کارکوونکو معاشونه پرې شوي دي