ایراني رسنیو د د یونسکو لخوا “سولې لپاره اوبه” په نامه د تهران په غونډه کې د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت سلاکار فاروق اعظم د وینا وال په توګه ټاکلو باندې نیوکه کړې.
د ایران جمهوري اسلامي ورځپاڼه لیکي، چې فاروق اعظم د معاصر تاريخ د «تحريف» او دلتا تړون په برخه کې اوږده مخینه لري او تل يې د نورو افغان چارواکو په څېر د افغانستان د عامه افکارو د تېر اېستلو هڅه کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، فاروق اعظم خپله فکري مغالطه د تاریخي حقیقتونو په ډول وړاندې کوي او ادعا کوي چې ایران د اوبو په بدل کې هوکړه کړې، چې افغانستان به له چابهار بندره وړیا ګټه اخلي خو ایران به له افغانستان سره دوه میلیارده ډالره وړیا مرسته، درې بندونه او د اورګاډي پټلۍ جوړوي.
ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د بندنو جوړولو، د اوبو د لوري تغییر او ګڼو نورو اوبیزو کانالونو د ایران د سیستان او خراسان اوبیز او خوراکي امنیت له ګواښ سره مخ کړی.