د طالبانو په حکومت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې بهرنیو هېوادونو هه د افغاني غالیو په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې یوازې د روان کال لومړیو ۶ میاشتو کې۸.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته افغانۍ غالۍ صادرې شوې.
د وزارت په وینا، پاکستان، ترکیه، متحده عربي امارات، ازبکستان، ایټالیا، امریکا او بریټانیا ته د غالیو صادرات شوي.
غالۍ د افغانستان له لرغونو لاسي صنایعو دي.
د افغانستان غالیو اوبدلو پېر تر اریايي تمدن رسېږي.
د نړۍ په کچه د غالیو تر ټولو ستر سوداګر اریایان یا نني افغانان دي.
د افغانستان شمال ځیني ولایتونه د غالیو اوبدلو له درکه مشهور دي.
بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، کندوز او سمنګان ډېری اوسېدونکي په غالیو اوبدلو بوخت دي.
د دغه لاسي صنعت ودې او پرمختګ لپاره اوس ښه زمینه مساعده شوې.
کابل کې اوس افغانۍ غالۍ دایمي نندارتون لري.
افغاني قالینو لپاره له هېواده بېرون د بازار موندنې هڅې دوام لري.
تازه سعودي عربستان کې د افغاني غالیو لپاره نندارتون جوړ شو.
د هېواد سلګونه زره کسان په غالیو اوبدلو بوخت دي.