یوې اسټرالیايي رسنۍ د اسرائیلي پوځ او د حماس ډلې د روانې جګړې په اړه په خپل یو څېړنیز راپور کې ادعا کړې چې په دغه جګړه کې تر اوسه ۲۰۰زره فلسطینیان وژل شوي دي.
د لانسېټ په نوم دغې رسنۍ ویلي چې دا څېړنه یې په غزه کې د بریتانوي روغتیايي ډلې په همکارۍ کړې چې له مخې یې د غزې ۸ سلنه وګړي په جګړه کې وژل شوي دي.
د بشر حقونو نړۍوالې ادارې هم په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېرې ډېرې یادوي او وايي په دې اړه باید غور وشي.
ځینې راپورونه وايي چې اوسمهال په غره کې د وژل کېدونکو کسانو لپاره د ښخولو ځای او کسان په اسانۍ نه پیدا کېږي.