ایټالیا د افغانستان له پاره صبرینا اوګولیني د نوې سفیرې په توګه ټاکلې چې د سفارت چارې به له قطر هیواد مخته وړي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه د صبرینا اوګولیني د نوي ماموریت پخلی کړی او لیکلي یې دي چې نوموړې به د کابل پر ځای خپلې چارې د قطر هیواد څخه مخته وړي.
سبرينا اوګوليني چې د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت په چوکاټ کې په بېلابېلو هېوادونو کې د سفيري، کونسلي او اروپايي پارلمان کې د استازې په توګه دنده تر سره کړې.