راپورونه وايي، نن غرمه مهال د پاکستان د جنوبي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پولیسو او پوځیانو په یو ګډ چېک پاینټ (د تالاشۍ په مرکز) موټر بم برید شوی دی.
لومړني معلومات څرګندوي چې برید کې اته پاکستاني نظامیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان اج ورځپاڼې په یو راپور کې ويلي چې د دغه برید له امله د تالاشۍ مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی دی دی.
بلخوا د ازادې اروپا مشال راډیو ويلي چې دغه برید کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
تر اوسه پاکستان کې فعالې کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.