خبرونهلوبې

بارسلونا د ریال مادرید لوبډلې ۴ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه

د هسپانیې د فوټبال دوو مخکښو کلبونو بارسلونا او ریال مادرید د لالیګا په یولسمه اوونۍ کې سیالي وکړه چې ۴ د صفر پر وړاندې بارسلونا وګټله.

دغه سیالي د اکټوبر په ۲۶مه نېټه د کابل پر وخت د شپې ۱۱:۳۰بجې د هسپانیې د سانتیاګوبرنابیو په لوبغالي کې ترسره شوه چې د لوبې تر پایه بارسلوانا څلور ګولونه ووهل، خو ریال مادرید په ګول وهلو بریالی نه‌شو.

په دې لوبه کې د بارسلونا لپاره لیواندوفسکي دوه، سپس یمال او رافینیا یوـیو ګول وواهه.

تر یادې بریا وروسته د نومرو په جدول کې د بارسلونا نومرې ۳۰ ته ورسېدې او په اول مقام کې پاتې شو.

ریال مادرید په ۲۴ نومرو سره لا هم په دوهم مقام کې قرار لري.