افغانستانخبرونه

ایران: ایراني زعفران افغانستان ته له قاچاق ورسته د افغاني زعفرانو په نامه خرڅيږي

ایران ادعا کړې چې زعفران یې افغانستان ته قاچاق کیږي او د افغان زعفرانو په نامه په نړیوال بازار کې پلورل کیږي.

د ایران د کانونو، صنایعو او سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ د پراختیا کمېسیون ویاند روح الله لطیفي رسنیو ته ویلي، د ایران زعفران له قاچاق وروسته په افغاني برانډ د هند په ګډون نورو هېوادونو ته صادریږي.

د نوموړي په ​​وينا، افغانستان سره په پوله ولایتونو کې د زعفرانو تولید د دې لامل شوی، چې ایراني زعفران په اسانۍ افغانستان ته قاچاق شي.

تر اوسه د ایراني چارواکو ددې ادعا په اړه د طالبانو حکومت کوم غبرګون ندی ښودلی.