د ایران ایرټور شرکت د لومړي ځل لپاره افغانستان ته الوتنې پيل کړې او ټاکل شوې چې هره اوونۍ به دوه الوتنې ولري.
د دغه شرکت يوې الوتکې نن د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې تر کېناستو وروسته خپل لومړني مسافر کابل ته ولېږدول.
یاد شرکت وايي چې هره دوشنبه به د کابل – تهران او هره پنجشنبه به د کابل – مشهد دوه اړخیزه الوتنې کوي.
د ایران ایر ټور (Iran Aartour) شرکت په ۱۳۵۱ کال کې فعالیت پيل کړی او د نړۍ له پخوانيو هوايي شرکتونو حسابېږی.