په قطر کې د طالبانو د حکومت سفارت وايي، له دغه هېواد سره د الوتنو په اړه یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې دواړه هېوادونه مستقیم پروازونه پیل کړي.
په قطر کې د طالبانو د سفارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا هوکړه لیک نن د دواړو هېوادونو د هوايي چلند ادارو ترمنځ لاسلیک شو.
د خبر له مخې، د افغانستان له اړخه د ټرانسپورټ او هواي چلند وزارت مرستیال ملا عبدالسلام حیدري او د قطر له اړه د دغه هېواد د هوایي چلند ادارې سرپرست محمد فالح. الهجري په دغه هوکړه لیک لاسلیک وکړ.
په دې مراسمو کې د قطر هېواد دتراسپورت او هوانوردۍ وزير جاسم بن سیف السیلطي او دوحه کې د طالبانو د سفارت سرپرست ډاکتر محمد نعیم حضور درلود.