خبرونهلوبې

افغان لوبډله له زیمبابوی سره د ۸ لوبو لوبلړۍ کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان کال د دسمبر میاشتې په پیل کې د زمبابوې په کوربه توب د نړیوالو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو بشپړه لوبلړۍ ترسره کړي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا لوبې د دسمبر میاشتې په نهمه نېټه پیلېږي او د ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې تر شپږمې نېټې پورې به دوام ومومي.

د سیالیو په یاده بشپړه لوبلړۍ کې درې نړیوالې شل اوریزې، درې نړیوالې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي چې شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې به د زمبابوې د هرارې سپورټس کلب او پاتې ټېسټ لوبې د کوینز سپورټس کلب بولاوایو کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.

باید وویل شي چې د دغې لوبلړۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې به د روان کال د دسمبر میاشتې په نهمه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه او د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو هغه د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي؛ په داسې حال کې چې ټېسټ لوبې به یې له مهالوېش سره سم د دسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې او دویمه ټېسټ لوبه د جنوري په دویمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر شپږمې نېټې پورې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې افغان ملي لوبډله به د دسمبر میاشتې په شپږمه نېټه د زمبابوې پلازمېنې هرارې ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې افغان اتلانو تر اوسه له زمبابوې سره د درې واړو بڼو ګڼ شمېر لوبې ترسره کړې دي چې ډېری یې د افغان اتلانو به بریا سره پای ته رسېدلې دي.