
کابل ټيليګراف، کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو د د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي د شکایتونو اورېدلو معینیت د سلواغې میاشتې په اوږدو کې ۸۹۳ د عامو ولسونو شکایتونه ثبت کړي او ۲۹۲ شکایتونو ته یې رسېدنه کړې ده.
د یاد وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر نن کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، دغه وزارت ۲۹۲ شکایتونو ته رسېدنه کړې او له ډلې یې ۱۱۹ شکایتونه په یاد معینیت کې حل او فصل شوي او د شکایت کوونکو قناعت ترلاسه شوی دی.
ده وویل، همداراز له یادو شکایتونو څخه ۱۴۴شکایتونه تر څېړنو لاندې او ژر تر ژره به حل شي او پاتې ۲۹ شکایتونه د حل لپاره اړوندو ادارو ته راجع شوي دي.
خیبر وویل، د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو معینیت د سلواغې میاشتې په ترڅ د وړیا ۱۹۱ تلیفونی شمېرې له لارې ۸۹۳ شکایتونه ثبت کړي او شکایت کوونکو ته د شکایت د حل مرجع ورښودل شوې او اړوند ولایت د امر بالمعروف د ریاست شمېره ور کول شوې ده.