افغانستانخبرونه

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د وسلو پخواني جوازونه لغوه اعلان کړل

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د وسلو پخواني وېشل شوي جوازونه، لیکونه، استعلامونه او مکتوبونه بې باوره اعلان کړل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه لیکلي چې، د دغې ډلې « د مسوولینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو» ته خبر ورکول کېږي چې؛ د ملاهبت الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي.

‏په همدې اساس د کورنیو چارو وزات د سولو ټول پخواني جوازنه لغوه اعلان کړل.