افغانستانخبرونه

اسیا ټایمز: د طالبانو حکومت د افغانستان دوه سلنه خاوره له لاسه ورکړې

اسیا ټایمز په نامه ورځ پاڼې راپور خپور کړی چې طالبان د افغانستان په امنیت کې پاتې راغلي او دوه سلنه خاوره یې له لاسه وتې ده.

اسیا ټایمز ورځپاڼه په دغه راپور کې د طالبانو د استخباراتو له قوله زیاتوي چې په جولای میاشت کې نږدې شل طالب وسله وال د داعش سره په تړاو نیول چې دا ددې ښکاره ثبوت دی چې د طالبانو په حکومت کې د دعش نفوذ زیات شوی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې طالبان د داعش وسله والې ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي او دا ډله ډله ورځ تر بلې د ودې په حال کې ده.

طالبان اوس مهال د څو مخالفو جبهو او داعش سره په جګړه بوخته دي چې وخت ناوخته په افغانستان کې پېښو خبرونه خپروي.

دغې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو په حواله ویلي چې داعش ډله له طالبانو جلا شوي غړي په خپلو لیکو کې ګوماري.

طالبانو تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.