د امریکا د متحدهایالاتو چارواکي چې په هغوی کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا سيآیاې مشر ویلیم برنز هم شامل دی، نن پنجشنبه مصر او اسراییل ته سفر کوي.
د امریکا په دغه پلاوي کې، د داعش په وړاندې د مقابلې لپاره په نړیوال ائتلاف کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړی استازی برت مکګورک او د نړیوالې زېربنا او انرژۍ د خوندیتوب لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړی همږغوونکی اموس هوخشټاین هم برخه لري.
دوی به د سیمې په کړکېچ کې د ایران پر دخالت، د لبنان پر موضوع او په غزه کې د پاتې یرغمل شویو د خلاصون پر مسئله خبرې وکړي.
یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستلی شوی، رویټرز خبري اژانس ته دا موضوع تایید کړې او دا سفر داسې وخت کېږي چې واشنګټن په سیمه کې د روان کړکېچ د کمولو هڅه کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ سنټکام قوماندان، جنرال مایکل اریک کوریلا په سیمه کې دی چې هغه به هم اسراییل ته سفر وکړي.
په همدې حال کې په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي لا هم جګړه روانه ده.