
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د پوځ ویاند وایي، مستند اسناد لري، چې افغان غیر قانوني کډوال او د هندوستان پوځي افسران د پاکستان په ترهګریزو کړنو کې ښکیل دي.
جنرال احمد شریف چوهدري د جرمني جریدې سره په مرکه کې ویلي، له دې امله یې افغانانو ته پخپل هېواد کې ځای ورکړی و، چې هلته پردۍ لاسوهنې او کورنۍ جګړې شتون درلود.
نوموړی وایي، څلوېښت کاله یې د افغان کډوالو غوره کوربتوب کړی، خو هیڅ لامل نشته، چې دوی په پاکستان کې پاتي شي، ځکه یې د ویستلو برخه کې منظم پلانونه او اقدامات اخیستل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند وایي، د بشري ارزښتونو له مخې؛ یې له دغه هېواد څخه د کډوالو د وتلو نیټې څو ځله تمدید کړي، خو مستند اسناد شته، چې همدا غیر قانوني کډوال په ترهګرۍ او جدی جرمونو کې ښکیل دي.
د هغه په وینا، د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي امریکايي وسلې په ترهګرۍ کې کارول کېږي او له همدې امله امریکا هم د ترهګرو لخوا د وسلو په کارولو اندېښمنه ده.
د یوې پوښتنې ته په ځواب کې هغه څرګند کړه چې په هند کې د تاوتریخوالي پېښې د هند حکومت د زیاتېدونکي سخت دریځۍ د پالیسۍ پایله ده، هند خپل داخلي ستونزې بهرنۍ بولي او بهرنۍ ستونزې داخلي بولي.
هغه وایي، هند د دولتي ملاتړ سره په پاکستان کې د ترهګرۍ په کړنو کې ښکېل دی او له دوی سره مستند شواهد شته، چې هندي پوځي افسران د پاکستان په ترهګریزو پېښو کې لاس لري او دا شواهد څو ځله نړیوالې ټولنې سره شریک شوی دي.
د پاکستان د پوځ ویاند وایي، هېواد یې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې رول لوبولی او د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې یې بې نهایته قربانۍ ورکړې دي.










