خبرونهنړۍ

سرګي لاوروف: امریکا او متحدین یې د افغانستان په ثبات کې لاس وهنه کوي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، متحده ایالات او نور متحدین یې په دې هڅه کې دي چې د افغانستان په ثبات کې لاس وهنه وکړي.

سرګي لاوروف دا خبرې په  په مینسک کې د اورواسیا د دویمې نړیوالې امنیتي غونډې ګډونوالو ته کړي او ویلي یې دي چې امریکا او متحدین یې بې دوامه ثبات کې هم د لاس وهنې په څه کې دي.

نوموړي ویلي چې د امریکا او د هغې د متحدینو فعالیتونه د ټولې آسیا د وچې امنیت له ګواښ سره مخ کوي او د وېش خطر زیاتوي.