د متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې کمالا هریس رای اچوونکو ته خبرداری وکړ که په ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ګټونکی شي نو د امریکا روغتیایي بیمې دولتي پروګرام به لغوه کړي.
په امریکا کې روغتیايي خدمات خورا ګران دي او د بیمو بیه هم لوړه ده، خو د دولتي روغتیایې بیمې پروګرامونو خلکو ته تر ډیره د درملنې زمینه برابره کړې ده.
کمالا هرېس ویلي چې پخواني ولسمشر ټرمپ د خپلې تیرې ولسمشرۍ پرمهال د ارزانه روغتیایې بیمې پروګرام، چې د اوباماکییر په نوم هم پیژندل کیږي، د لغوه کولو ناکامه هڅه کړې وه.
بل پلو د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د کمالا هرس ددغه خبرو په غبرګون کې ویلي، چې هغه نه غواړي د روغتیايي بیمې پروګرامونه لغوه کړي.