افغانستانخبرونه

د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د استانبول ناستې ته خوشبیني څرګنده کړې

د تیر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د استنبول ناستې په اړه ویلي چې هیله ده دغه ناسته په افغانستان کې د مشروع نظام رامنځته کیدو پېلامه شي.

د راپورنو له مخې د ترکې په استنبول ښار کې د هېواد د یوشمېر شخصیتونو، سیاست‌والو او مدني ټولنو په حضور کې پرون پېل شوې چې نن یې ورستۍ ورځ ده.

حنیف اتمر په خپله ایکس پاڼه لیکلي:« هر هغه ګام چې د یوې اجماع او د سیاسي او مدني خواوو ترمنځ د یوې هوکړې او په هېواد کې د سولې او یو مشروع نظام د رامنځته کولو په موخه د بین الافغاني خبرو اترو لپاره پورته کېږي؛ باید د ملي او نړۍوال ملاتړه برخمن شي.»

نوموړي د دغې ناستې جوړونکو او ګډونوالو ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او له ترکیې یې د دغه ډول ناستو لپاره د فرصتونو په برابرولو کې مننه کړې ده.