روغتیایي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د سینې سرطان د ناروغانو په په شمېر کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د سرطان د کنټرول ملي پروګرام چارواکو رسنیو ته ویلي چې ، دا ناروغي په افغانستان کې د لسو معمولو سرطانونو له ډلې ده چې، د تېرکال په پرتله پکې په سلو کې ۵۰،۹ زیاتوالی راغلی دی.
د راپورونو له مخې سږ کال په افغانستان کې د سینې په سرطان د اخته کسانو شمېر څه باندې ۲۴ زره و، چې له ۱۳ زرو زیاتې مېرمنې وې.
هیره دې نه وي چې په نړۍ کې هرکال د سینې د سرطان د ۱،۷ میلیون نويو مواردو راپور ورکول کېږي او په بې وزلو او د لږ عاید لرونکو هېوادونو کې په دې ناروغۍ اخته نژدې شپېته سلنه کسان له دې کبله مړه کېږي.