د متحده ایالاتو دفاع وزارت وایي، منځني ختیځ ته د الوتکو لېږدونکې ابراهم بېړۍ پر ځای بي – ۵۲ بم غورځونکې، الوتکې استوي.
د پنټاګون د مالوماتو له مخې ددغه الوتکو سره به د تېلو لېږدونکې اولوتکې، جېټ الوتکې او ځینې نورې جنګي بېړۍ ملې وي.
متحده ایالات په منځني ختیځ کې د ایران او اسراییل ترمنځ تر له شخړو ورسته په خپل پوځي حضور کې د بدلون خبره کوي.
رسنیو د پنټاګون د ویاند په حواله لیکلي چې، که ایران او یا یې متحدین د امریکا اوسېدونکو او یا ګټو ته زیان ورسوي نو امریکا به یې دفاع وکړي.