د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ادعا کړې چې کابل کې یې د طالبانو په یو چیک پوسټ برید کړی، درې طالبان یې وژلي او څلور نور ټپیان دي.
دغې جبهې پر خپله ایکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې چې، جنګیالیو یې تېره شپه د کابل په سرای شمالي سیمه کې د طالبانو د پولیسو او اسخباراتو د تلاشۍ د موټرو پر کاروان برید وکړ.
تر اوسه طالبان ددغه برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.